د استنجاء او اودس بيان

 

داستنجا بيان :
دلويو او وړو متيازو نه ورسته دبدن پاکولو ته استنجا وايي .
په اسلامي شريعت کې  په استنجا کولو ډير ذيات تنګار شوي دی ځکه چه داستنجا په بې پيروايې کې سخته ګناه ده او رسول الله صلی الله عليه وسلم هغه دغذاب قبر سبب بللې دی .
له قضای حاجت ورسته لومړی بايد دضرورت په اندازه لوټو په ګين لاس خپل ځان ښه پاکول اوبيا اوبو باندي پاکي حاصلول سنت دي .
دخالې متيازو نه ورسته ترهغی په لوټو باندی استنجا کول پکار دی چه دلندوالی شبهه پاتې نشي اودوچوالی پوره اطمينان حاصل شي .
که قضايی حاجت ته نه وي تللې په خالې باد يا خوب سره استنجا کول ضروری نه دي ځکه چه استنجا دنجاست لري کولو لپاره وي .
 
داوداسه طريقه :
رسول الله صلی الله عليه وسلم يواځی داودس کولو دطرقې تعليم نه دی ورکړی بلکی عملاٌ د اودس طريقه ښودلې چه په لاندې ډول ده:
اول داودس لپاره په زړه کې نيت کول –  بيا به بسم الله الرحمن الرحيم ووايي –  دواړه لاسونه تر مړوندو پورې  دری ځله پريمنځل –  بيا دری ځله په خوله ابه تيرول اوکه مسواک وي ډير ه بهتری لری ځکه چه د مسواک په باره کې په احاديثو کې ذيات ترغيب راغلی دی اوهمدارنګه دحلق غرغړه کول –  بيا دری ځله په پوزه اوبه تيرول او په چپ لاس سره دهغه پاکول –  بيا دری ځله مخ مينځل ديوغوږ له نرمی څخه دبل غوږ تر نرمی پوری او دتندی له ويښتانو تر زنې پورې که ګيره کڼه وي نو هغه به په ګوتو خلال کړی تر څو د ويښتانو بيخو ته ابه ورسيږی او که ړنګئ وي نو خپله ابه ور رسيږي .
بيا دواړه لاسونه سره له څنګلو دری ځله مينځل لومړی ښی لاس ورپسی چپ لاس مينځل ،که په ګوتو کې ګوتيې يا ګتمه وي دهغه ښورول پکار دی تر څو ابه ورشي بيا به د دواړو لاسو ګوتې يو په بل کې واچوی خلال يې دی کړي –  بيا يو ځل د ټول سر مسح کول  داسې چه غټه ګوته اودشهادت ګوته جلاکړي پاتې نورې د دواړو لاسونو دری دری ګوتې سره ولګوی دګوتو دننی حصی دی دتندی له ويښتانو دڅت لوری ته ترآخره کش کړي   بيا دی د دواړو لاسونو ورغوی دچت له لورې دمخی په لور راوګرځوي چه ټول سر مسح شي –  بيا به  دواړو غوږونه  مسحه کړي داسې چه دشهادت ګوتی په غوږونو کې داخلی او غټی ګوتو به دغوږونو بيرونی حصه مسح کړي – بيا به دګوتو پر شا دغاړی مسح وکړي . بيا دواړه پښی دښنګرو سره دری ځله     پريمنځل لومړی ښی پښه ورسته چپه پښه مينځل او د دواړو پښو دګوتو خلالول د لاس په کچۍ ګوته سره ورسته دا دُعا ويل :
اَشْهَدُ اَنْ لآَّاِلهَ اِلاَّ اللهُ وَحْدّه لاَ شَرِيْکَ لَه وَ اَشْهَدُ اَنَّ مُحَمَّدٌاعَبْدُه وَرَسُوْلُه
اَللهُمَّ اجْعَلْنِیْ مِنَ الْتَّوَّابِيْنَ وَاجْعَلْنِیْ مِنَ الْمُتَطَهِّرِيْنَ
پاس طريقه همغه په احاديثو کې ذکر شوی طريقه ده .
داودس فرضونه :
په اودس کې څلور فرض دي ۱- يوځل د مخ مينځل ديوغوږ له نرمی دبل غوږ ترنرمی پورې اودتندي له ويښتانو تر زنی دټول مخ مينځل ۲- د دواړو لاسونو مينځل سره له څنګلو ۳- دسرڅلورمه حصه مسح کول ۴- د دواړو پښو مينځل دښنګرو په شمول .
که ددی اندامو په مينځلو کې ديوه ويښته قدری ځای وچ پاتی شي اودس نه کيږي .
داودس سنتونه :
۱- د اودس نيت کول ۲- بسم الله الرحمن الرحيم ويل ۳- دمړوندو سره د دواړو لاسونو پريمنځل ۴- دخولی